07-28 at 11.13.24

په پکتیا کې د وسلو دوه قاچبران نیول شوي

neshananews

28 July 2021

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په پکتیا ولایت کې د مهماتو او وسلو یوه محموله نیولې ده.

کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د زمري ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نیول شوې محموله کې د اېم-۱۶- ۶۵۰۰مرمۍ ، د ار.پې.جي توغندي غورځوونکو ۱۸ مرمۍ او د کلاشینکوف وسلې ۵۶۰۰ مرمۍ شاملې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې تړاو یې وسلو دوه قاچاقبران نیولي او له دوی څخه د وسلو او مهماتو د پلور له درکه دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي.

کورنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړې، چې نیول شوې وسلې چېرته لېږدول کېدې.