ننګرهار؛ یو تن د دوو سرتېرو د وژلو په تور نیول شوی
د ننګرهار ولایت ملي امنیت ریاست وایي، نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) سهار یې منسوبینو د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د رییس خان په نوم هغه طالب مجرم نیولی، چې څه موده وړاندې یې د فارم هډې او نهر تر څنګ په دوه جلا، جلا پېښو کې دوه سرتیري په وژلي و.
د یاد ریاست چارواکي وایي، نیول شوي کس اعتراف کړی، چې له تېرو اوو کلونو راهیسې یې له وسلوالو طالبانو سره کار کاوه او وخت نا وخت به یې د جګړې ترڅنګ د وژنو په موخه ماینونه ځای پر ځای کول.
د ملي امنیت ریاست په وینا یاد کس څخه پوښتنې روانې دي چې تر امنیتي تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.