شهر-و-روستا

د ښارونو او کلیو مخامختیا؛ په افغانستان کې د یوې ناپېژاندې جګړې لاملونه

neshananews

13 October 2020

د افغانستان په ټولنیز او سیاسي تاریخ کې دوامداره بې ثباتي د نامتو امریکايي څېړونکي او افغانستان پوه توماس بارفلید، له نظریې (د ښارونو او کلیو تقابل/ د دولت او ملت تضاد) سره په بشپړه ډول اړخ نه لګوي. دا تعبیر په یوه خوښوونکي، رسا او ګنګ حالت کې د لیدو دی.

یو لړ سیمه‌ایز، داخلي او نړیوال لاملونه دي، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې بنسټيز رول لري او دې جګړې ته په ښکاره او پټو لاسونو لمن وهي.

یوه څېړونکي د افغانستان د جګړې او سولې تاریخ د (افسر او لښکر مخامختیا) پر نوم نومولی دی. یعنې افسرانو تل د لرې پرتو سیمو له لښکرو ماتې خوړلې وي. دا کار د افغانستان په تاریخ کې ډېر تکرار شوی دی. دې ته بیا د افغانستان په ټولنیز او سیاسي تاریخ کې د ناپېژاندې جګړې پر وړاندې د پېژاندې جګړې بری هم ویل شوی دی.

څېړونکو هڅه کړې، چې د دې پوښتنې ځواب پیدا کړي، چې ولې تل لښکرویستونکو له برحال اردو او نظامي عسکرو څخه میدان وړی وي؟ سره له دې، چې اردو د دې لښکرکشیو پر وړاندې منظمه وسله او ډېر امکانات لري. دا پوښتنه د افغانستان د شلمې پېړۍ د تاریخ یو مهمه پوښتنه ده  د بېلګې په ډول د امان الله خان اردو د سیمه‌ایزو لښکرو له خوا ماته شوه. همداسې ورپسې د ډاکټر نجیب الله اردو او ځواکونه هم وځپل شول. اوس طالبان همداسې روان دي د ولایتونو ځينې برخې یې نیولې دي او د تاوتریخوالي لمنه یې ورځ تر بلې پراخېږي. خو ولې هر وخت سیمه‌ییزې لښکرې دولتي افسران په ګونډو کوي؟ لاملونه یې څه دي؟

له دیني مشروعیت سره بهرنی ملاتړ

بهرني هېوادونه تل هڅه کوي، چې د دین پر نوم د افغانستان له خلکو ګټه واخلي. دا چې د افغانستان خلک پر دین ډېر ولاړ دي؛ خو په هکله یې معلومات نه لري؛ نو بهرنۍ ډلې دوی ډېر ژر کارولای شي. دوی نه پوهېږي، چې بهرنیان ترې د دین په نوم خپله اقتصادي او سیاسي ګټه اخلي.

له بلې خوا د افغانستان زیاتره خلک په کلیو کې ژوند کوي. دوی د بهرنیو هېوادونو په لږ ملاتړ ډېر ورانی کولای شي. په دویمه نړیواله جګړه کې افغانستان نسبتا امن و؛ خو د بهرنیانو په په هڅو سیمه‌يیزې ګټې د کلیو د او سیمو د خلکو لاس ته ولوېدې. نو که دولت په دې ګټو څارنه وکړي بیا خو د دوی له لاسه وځي؛ ځکه خو د افسر او خلکو تر منځ د جګړو یو لامل همدا دی.

له پایتخت او مالیې څخه تېښته 

له پایتخت څخه تېښته یو بل لوی لامل دی، چې د نظام او سیمه‌ییزو خلکو تر منځ پرې اخوډب رامنځته کېږي. د افغانستان زیاتره خلک له مرکز څخه کرکه لري. د دوی په وینا هغه خلک، چې په ښارونو کې ژوند کوي مفسد، خاین او په چا پورې تړلي دي؛ نو ځکه د دوی پر وړاندې جهاد فرض دی.  په دې سره لومړی دوی ځان د مرکز له مالیې څخه ازاد بولي او بیا د مرکز پر وړاند راولاړېږي. دا حالات د افغانستان په تاریخ کې ډېرې تکرار شوي. د دوی ذهن د بهرنیو پر لاس داسې جوړ شوی دی، چې که اوس یې هم وهڅوي دوی به د ښاریانو د رانسکورولو په پار مټې راونغاړي.

په دې برخه کې د لرې پرتو سیمو د خلکو اقتصاد هم مهم دی. هر وخت، چې دولت له غیرښاریانو یا کلیوالو مخورو، روحانیونو او نورو څخه مالیات غوښتي دولت ته د وینې پر لوړه بیه تمام شوي دي. د امان الله خان ځواکونه ټول د روحانیانو او ورته کسانو پر مټ رانسکور شول.

پورته یاد لاملونه د دې سبب شوي، چې تل د لرې پرتو سیمو کلیوال خلک د نورو پر مرسته د نظام پر وړاندې ګامونه واخلي.