IMG-20210807-WA0000

زابل کې اووه طالبان وژل شوي؛ پولیسو ته هم مرګژوبله اوښتې

neshananews

07 August 2021

امنيتې چارواکي وايي، زابل کې ۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د زابل امنیتي چارواکو رسنيو ته ویلي، تېره ورځ افغان ځواکونو د زابل ولايت د مرکز کلات ښار په شمال او لوېديځ اړخونو کې له طالبانو سره مخامخ نښته کړې.
د سرچينې په خبره په نښتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي.
د سرچينې په خبره پوليسو ته هم په دې نښتو کې مرګژوبله اوښتې خو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
طالبانو تر اوسه په‌ دې اړه څه نه دي ويلي.