په افغان ترکټبارو کې د خانقاه فرهنګ
سلګونه کاله وړاندې د ترکټبارو یو مشر حاجي عابد نظر، چې په خلیفه قزلایاق مشهور دی له بخارا راتېر شو او پر جوزجان یې واړول. دې ترکټبار روحاني له دوه زره نورو کورنیو سره یو ځای امو سیند تر شاه پرېښود او د سیند دې غاړې ته یې یو یې لنګر(خانقاه) جوړ کړ. وروسته تر یوې پېړۍ لا هم په دې سیمه کې د نوموړي لنګر او مدرسه فعال دي او مېلمه پالنه یې په میراث پرېیښې. اوس د نوموړي مېشتځای د خلیفه قزلایاق کلی نومېږي.
قزلایاق کلی جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالي کې ده. د سیمې د مشرانو په وینا اوسمهال شاوخوا دوه زره ترکټبارې کورنۍ د خلیفه قزلایاق د خانقاه شاوخوا ژوند کوي. د روژې په میاشت کې د دوی خانقاه تر بل هر وخت زیاته له خلکو ډکه وي. د قزلایاق په خانقاه کې دومره رش د خواجه دوکوه ولسوالۍ له دودونو څخه هم سرچینه اخلي، چې هلته د روژماتي وېش دود دی.
د خلیفه قزلایاق کورنۍ په روژه کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کسانو ته روژه ماتی تیاروي. دوی وایي، دا دود له تېرو سلو کلونو راپدېخوا د جوزجان د ترکټبارو تر منځ عام دی، چې اوس پر یوه فرهنګ اوښتی دی.
د قزلایاق په مدرسه کې نجونې او هلکان دیني زده کړې کوي. که څه هم اوس د مدرسو نصاب بدل شوی دی؛ خو په یاده مدرسه کې لا هم د مخدوم قلي فراغي ترکمن شاعر، امیر علیشیرنوایي او نورو لکه د حافظ پارسي شاعري تدریسېږي هغه نصاب، چې د هېواد په زیاتو مدرسو کې له منځه تللی. د قزلایاق د مدرسې ادبي او فرهنګي زده کړو دا مدرسه له نورو مدرسو څخه بېله کړې.
د قزلایاق کورنۍ یو غړی عبدالحکیم مخدوم وایي، چې د دوی پیر قزلایاق په تصوف کې د نقشبندیه طریقې پیرو و. مخدوم دا طریقه په خواجه بهاوالدین محمد نقشبند بخارایي پورې تړي. د نوموړي په وینا قزلایاق د امان الله خان، حبیب الله کلکاني او محمد ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال ژوند کړی، چې محمد ظاهرشاه ورته د هېواد د روحاني شخص په سترګه کتل او د هغه احترام یې کاوو.
د عبدالحکیم په وینا تر حاجي عابد نظر وروسته د هغه پاتې نسل هم د قزلایاق پر نوم یادېږي.
د قزلایاق سیمې دا مشر وايي، چې د دوی د پیر اولاده په ترکیه، ترکمنستان او افغانستان کې ژوند کوي؛ خو د هغه خانقاه او مدرسه د جوزجان په یوې لرې پرتې ولسوالۍ خواجه دوکوه کې دي. ښاغلی مخدوم زیاتوي، چې د قزلایاق خپلوان او اولاده د مدرسې د فعالیتونو لپاره مالي مرسته راټولوي او د مدرسې مسوولینو ته یې ورسپاري. د نوموړي په وینا د مدرسې پر مخ بیونه، مېلمهپالنه او خانقاه اوس د دوی فرهنګ شوي. مخدوم زیاتوي، خلیفه قزلایاق او مریدان یې پر وحدت الوجود باور لري. د مخدوم له خولې؛ د دوی د لنګر له خدمت څخه ټول قومونه او ملتونه برخمن کېدای شي.
دا لنګر د روژې مبارکې په شپو کې د کلاسیک پارسي ادب پر هغه مېلمستون بدلېږي، چې هر لاروی پکې خوراک او څښاک کولای شي. د قزلایاق د تره زوی عبدالحکیم مخدوم وايي، چې د دوی د مرشد او ټبر په هکله د افغانستان په رسنیو کې تر اوسه کوم څه نه دي خپاره شوي؛ نوموړی هیلهمن دی، چې د هېواد فرهنګیان او لیکوالان د خلیفه قزلایاق په اړه څېړنې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په ۱۳۹۲ کال کې د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي سیدمخدوم رهین د قزلایاق په اړه د یوه سیمینار د جوړېدو اړوند د افغانستان له ترکټبارو سره ناسته کړې وه؛ خو تر کومه ځایه، چې ښکاري په دې اړوند د هېواد په رسنیو کې څه نه دي خپاره شوي.
قزلایاق د ترکمنو روحاني مشر د اتیا کلنۍ په عمر په ۱۳۳۵ لمریز کال کې په خپله سیمه کې ومړ. نوموړي خپلې اولادې ته د یووالي پر نوم یو لوی میراث پرېیښی.