قصه-و-صندلی-880x550

په نوې نړۍ کې د ژمنیو نکلونو زوال

neshananews

16 December 2020

ژمنۍ کیسې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د بدخشان د خلکو زوړ میراث دی، چې هر کال د ژمي پر رارسېدو پرې کورنۍ د ژمي اوږدې شپې سبا کوي.

 د دې کیسو مخینه تر ننۍ ټیکنالوژۍ مخکې دورې ته رسېږي؛ هغه وخت، چې  تلویزون او انټرنیټ ته لاسرسی نه و؛ د کورنیو غړو به تر نیمې شپې له خپلو مشرانو تاریخي، افسانوي کیسې او شعرونه اورېدل. دوی به په دې د ژمي اوږدې شپې سبا کولې.

په پښتون مېشتو سیمو کې د ادم خان او درخانۍ، مومن خان او شېرینۍ، فتح خان او رابیا نکلونه او د هېواد په شمالي سیمو کې به د شهنامې لوست، د حافظ او بیدل د شعرونو او کتابونو لوست د خلکو د فرهنګ لویه برخه وه.

دا نکلونه د ساعتېرۍ تر څنګ د پند او عبرت سبب وې، چې د ټولنې په روزلو کې یې لوی لاس او مهم ارزښت درلود.

اوس د دې زاړه میراث ځای تلویزون، کمپیوټر، انټرنیټ او ټولنیزو شبکو نیولی. یواځې په هغو سیمو کې چې برېښنا، تلویزون او انټرنیټ ته پکې لاسرسی نشته دا نکلونه ژوندي دي؛ خو په ښاري سیمو کې د ژمنیو کیسو نښې نه دي پاتې.

اوس د تلویزون او انټرنیټ په زمانه کې فردي ژوند پر جمعي ژوند برلاسی شوی، چې کورنی تاوتریخوالی یې هم زېږنده دی.

د بدخشان فرهنګیان وایي، چې اوس د پخوانیو نکلونو، کیسو او له هغوی څخه د پند اخیستو ځای نوې ټیکنالوژۍ تلویزون، انټرنیت او ټولنیزو رسنیو نیولی دی.

د دوی په وینا یاد فرهنګ ته د کورنیو نه پاملرنه، د دې سبب شوې شوې، چې خلک له خپلو نیکونو ورپاتې دا فرهنګ هېر کړي او له خپلوانو سره د عاطفي اړیکو پر ځای ستونزې پیدا کړي.

د بدخشان فرهنګیان وایي، پخوا به د ژمي اوږدو شپو پر رارسېدو کورنیو شپې ورځې پر الهامي، پندلرونکو کیسو، افسانو او خوږو کیسو سبا کولې.

 په بدخشان کې یو تن فرهنګي صدیق لعلزاد وایي، چې اوس د دې کیسو ځای انټرنیټ او نړې ټیکنالوژۍ نیولی دی او دا کار د دې سبب شوی، چې د نکلونو او کیسو پخوانی دود له زوال سره مخ شي او پر ټولنیز منفي اغېز پرېوځي.

په بدخشان کې دا فرهنګي وایي، چې دا نکلونه د شپو د سبا کولو تر څنګ یوه په زړه پورې ښوونیزه لاره شمېرل کېږي. د لعلزاده په وینا دې نکلونو په پیاوړې بڼه فرهنګي ارزښتونه د کیسو، افسانو او تاریخي داستانونو په بڼه له یوه نسل څخه بل ته لېږدوي.

په بدخشان کې یو مشر حکمت‌الله وایي، چې د ماشومتوب له وخت څخه خوږې خاطرې لري، چې ده ته الهام بښونکې دي.

هغه وایي، څو کاله کېږي، چې په بدخشان کې یې ورته خاطرې او یاداښتونه نه دي لیدلي.

د بدخشان یو اوسېدونکی احمد وایي، چې دوی به پخوا د هر ژمي پر رارسېدو لکخه د اختر هومره خوشحال وو، ځکه چې دوی به پکې له خپلو مشرانو خواږه نکلونه اورېدل. هغه وایي اوس نوې ټیکنالوژي دا فرهنګ له منځه وړی او هر کس یې په خپل یواځیتوب کې ډوب کړی.

د یادونې وړ ده، چې د بدخشان په هغو سیمو کې، چې برېښنا او انټرنیټ ته پکې لاسرسی نشته د نکلونو فرهنګ لا هم پیاوړی دی؛ خو ښار ته نږدې او په ښاري سیمو کې له دې فرهنګ څخه څوک نه دي خبر.