هاوان-400x250

په کاپیسا کې د واده پر مراسمو د هاوان لګېدو له امله اووه تنه وژل شوي دي

neshananews

30 May 2021

د کاپیسا سیمه‌ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو هاوان لګېدلی اووه تنه یې وژلي. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه پرون (شنبه، د غبرګولي اتمه) د تګاب ولسوالۍ، په انارجوی سیمه کې شوې.
د شورش په وینا هاوان هغه مهال د واده پر کور نښتی، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه. هغه وايي، هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی دی.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ټپیان دي. طالبانو تر اوسه د دې هاوان پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
کاپیسا د هېواد په ختیځ کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه ده، چې په ځينو سیمو کې یې طالبان فعال دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ورځ د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنې د یاد پوهنتون څلور تنه استادان او کارکوونکي ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.