ac293cc0-e391-4aa6-9303-55180f9ccd11

په کندهار کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي

neshananews

31 July 2021

امنيتې چاروکي وايي کندهار کې ۳۰ وسلوال وژل شوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند صادق عيسی نن شنبه (زمري ۹مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ځواک پر ملاتړ د کندهار په مرکز، ارغنداب او ژړۍ ولسوالۍ کې وسلوال طالبان په نښه کړي دي.

د عیسی په خبره په شویو عملياتو کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

عيسی همداراز وويل د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم په دې عملیاتو کې له منځه تللي دي.

وسلوال طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.