په کندهار کې ۳۶ وسلوال طالبان وژل شوي
امنيتې چارواکي وايي، په کندهار کې ۳۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار ملي امنيت ریاست نن يکشنبه ( د زمري ۱۰) رسنيو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ليکلي د ملي امنيت ۰۳ ځانګړې ډلې تېره شپه د کندهار ولايت په درېیمه حوزه او ډنډ ولسوالي کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې عملياتو کې ۲۷ وسلوال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په کندهار کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده، چې وسلوال طالبان او افغان چارواکي يو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي؛ خو د سرچينو د کره معلوماتو له مخې زيات شمېر ملکي کسان د تېرو څو اوونيو په جګړو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبانو د سرپل د مرکز مهمې برخې نیولې
8 Aug 2021
په پکتیا کې د سړک غاړې چاودنې ۱۲ تنه وژلي
8 Aug 2021