حمله هوایی

کندهار کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

neshananews

24 July 2021

امنيتي چارواکي وايي کندهار کې ۱۱ وسلوال طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.

۲۰۵ اتل قول اردو وياند صادق عيسی نن شنبه (د زمري دویمه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، افغان ځواکونو د کندهار ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند پر وسلوالو طالبانو هوايي عمليات کړي دي.

د عيسی په خبره په دغه هوايي عملياتو کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

همدارازعيسی وویل د وسلوالو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم په همدغه عملياتو کې له منځه تللي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.