234911217_4183121821724571_4210950173795408281_n

کندهار کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي

neshananews

07 August 2021

امنيتي چارواکي وايي، په کندهار کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

۲۰۵ اتل قول اردو وياند صادق عیسی نن شنبه ( د زمري ۱۶مه) نشانه خبري اژانس ته وویل؛ افغان ځواکونو د کندهار ولايت په ډنډ، تخته پل او ژړۍ ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې هوايي او ځمکنې عمليات کړي.

د عيسی په خبره په دغه عملياتو کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي.

د عيسی په خبره د وسلوالو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.