کوشاني او د هغه کارنامې
د ازاده ګان افغانستان ګوند مشر محبوبالله کوشاني د ۷۶ کلونو په عمر د تېرې شنبې په ورځ (د لړم ۳) په المان کې ومړ. ښاغلی کوشاني، چې له تېرو ۲۶ کلونو راپدېخوا په المان کې اوسېده د زړه د حملې له کبله مړ شو.
محبوبالله کوشاني په ۱۳۲۳ لمریز کال کې په بدخشان کې زېږدلی. لومړنۍ زدهکړې یې د کابل په حبیبیه لېسې کې کړې او د لوړو زدهکړو سند یې له مسکو پوهنتون څخه د سیاسي اقتصاد په برخه کې تر لاسه کړی.
کوشاني د پوهنتون تر بشپړولو وروسته د چپیانو د ګوند غړی شو. هغه وخت د یاد ګوند مشري د طاهر بدخشي پر غاړه وه. کوشاني تر طاهر بدخشي وروسته د چپیانو د ګوند مشري پر غاړه واخیسته. همداراز کوشاني د روښنايي غورځنګ له نامتو څېرو څخه و.
د کوشاني له مړیني سره د افغانستان د یوه معاصر غورځنګ پاڼه واووښته؛ خو د هغه کارنامې لا هم ژوندۍ دي.
محبوبالله کوشاني د سیاسي ګډوډۍ له امله په ۱۳۷۳ کال کې افغانستان پرېښود او المان ته لاړ.
د کوشاني ژوند په دریو دورو کې د کتو دی:
په سازا کې د کوشاني فعالیتونه
کوشاني له ځواني څخه د افغان سیاسیونو او سیاست جوړوونکو د حلقو غړی و. کوشاني په دې حلقو کې تر اوسېدو ورسته د افغانستان د زیارکښو انقلابي خوځښت (سازا) غړی شو. نوموړی که څه هم ناوخته د دې سازمان غړی شو؛ خو د دې ګوند له اغېزمنو غړو څخه و. نوموړی د یاد خوځښت اخلاقي، ادیب او پوه غړی و. کوشاني په ۱۳۵۸ کال کې د دې سازمان مشر شو تر هغې د دې خوځښت غړی و، چې له خلک ډیموکراټيک ګوند سره د دې ګوند رسمي همکاري پيل شوه.
له خلک ډيموکراټيک دولت سره د هغه همکاري
په ۱۳۶۶ کال کې سازا خوځښت د محبوبالله کوشاني په مشرۍ له خلق ډيموکراټيک ګوند سره د همکارۍ سند لاسلیک کړ. خلق ډیموکراټيک ګوند هغه وخت د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله تر رهبرۍ لاندې و. دوی که څه هم تر دې مخکې ډېر مخالفتونه درلودل؛ خو د یوه ملي پروتوکول په پایله کې سره یو ځای شول، چې ورسره سم سازا هم قانوني بڼه غوره کړه. تر هغې وروسته د سازا ډېر غړي لوړو دولتي منصبونو ته ورسېدل، چې ښاغلی کوشاني هم پکې د پلان او لومړی وزیر شو؛ خو نوموړي بېرته له دې همکارۍ لاس واخیست.
د سیاسي فعالیتونو بیا پيل
د ۱۳۸۸لمریز کال په پسرلي کې ښاغلی کوشاني تر پنځلسو کلونو وروسته بېرته افغانستان ته راوګرځېده او له نورو سیاسي شخصیتونو سره یې یو ځای د ازادهګان افغانستان پر نوم بل سیاسي ګوند جوړ کړل. نوموړی له همدې لارې د ۱۳۸۸ کال ټاکنو ته نوماند شو. په دې سره د یاد ګوند فعالیتونه هم کم شول او په تدریج سره یې غړي له منځه ووتل.
په وروستیو کې د هغه د کوم سیاسي فعالیت څرک نه دی لګېدلی. د کوشاني تر ټولو مهم کار د سازا د اسنادو او د هغه د مرشد محمد طاهر بدخشي د لیکلو خطي نسخو تدوین دی؛ خو معلومه نه ده، چې نوموړي به خپل دا کار تر مړینې مخکې بشپړ کړی وي که نه.