WhatsApp Image 2020-01-04 at 12.50.05 PM

د نړۍ له دنګې ودانۍ (خیلفه برج) څخه د واده وړاندیز

neshananews

04 January 2020

د نوي عیسوي کال په رارسېدو د نړۍ دنګ برج څو ثانیې د یوه مین د واده د وړاندیز کوربه و. د نورو کلونو په څېر سږ کال هم په زرګونو کسان د عیسوي کال لمانځلو لپاره د نړۍ د دنګ برج(خلیفه) شاوخوا راټول شوي و.

دا ځل جالیبه پکې د یوه جرمني وګړي د واده وړاندیز و، چې د خلیفه برج له رڼاګانو یې سر راښکاره کړه.
د نوي کال د څراغونو په رڼاګانو کې څو ثانیې د جرمني سرګریج سینډر دا جمله ځلېده:
“لورینډا! له ما سره واده کوې؟”
لورینډا د سینډر د معشوقې نوم دی. سینډر د خلیفه برج د مراسمو چمتوالي کمېټې سره په اړیکه له دې لارې خپلې مینې ته د واده وړاندیز وکړ.

وروسته تر هغې د دې صحنې وېډیو د ډېرو رسنیو او خلکو د پام وړ وګرځېده. د خلیفه برج د چمتووالي کمیټې رسنیو ته ویلي، چې دوی هڅه کوي له سینډر سره په اړیکه دا معلومه کړي، چې لورینډا به د سینډر وړاندیز منلی وي کنه؟