لینا-علم-870x550

د لاجورد فیلم جشنوارې لومړي پړاو د سرو زرو مډال ګټونکې لینا علم سره مرکه

neshananews

28 December 2020

لینا علم د سېنما، تلویزون او تیاتر لوبغاړې او د ټولنیزو حقونو فعاله ده، چې له ۱۳۷۷ کال څخه راپدېخوا په هېواد کې په سېنمایي کارونو بوخته ده.

هغې سږ کال د فیلم په لاجورد ملي جشنواره  کې په حسن نومي فیلم کې کار وکړ او د بهترینې ښځې لوبغاړې مډال تر لاسه کړ. اغلې علم تر اوسه دیارلس داخلي او بهرنۍ جایزې اخیستې.

ښاغلې علم تر اوسه په لسو فیلمونو کې کار کړی، چې د رویا سادات په فیلم کې مرکزي لوبغاړې ده. نوموړې په ۱۹۹۸ کال کې په “سرزمین بیګانه” فیلم کې له حفیظ اصفي سره د سېنما نړۍ ته راغله. اغلې علم د سېنما په داخلي او بهرنۍ نړۍ کې د څارونکې په توګه هم کار کړی دی.

لینا علم په ۱۲ اوږدو او پنځو لنډو فیلمونو کې مرکزي رول لوبولی دی. هغې همداراز د فیلم، سریال او تیاتر په برخه کې له دریو بهرنیو لوبغاړو (ایراني مسعود اطیابي، استرالیایی مکس واکر، الماني شوستر) سره هم همکاري کړې.

 لینا علم په سېنمایي برخه کې د امریکایي سټیون سپیلبرگ کار خوښوي.

نشانه خبري اژانس د سرو زرو د مډال ګټونکې په توګه له ښاغلې علم سره لنډه مرکه کړې او له هغې څخه یې د دې د هنري کارونو په هکله پوښتنې کړې، چې لاندې د پوښتنې او ځواب په توګه وړاندې کېږي:

پوښتنه: د لاجورد په جشنواره کې د یوې ښځې په توګه د سرو زرو د مډال په تر لاسه کولو سره ستا احساس څنګه و؟

ځواب: زه په دې جشنواره کې د غوره نقش لوبولو له نوماندۍ څخه هم خبره نه وم. په یوه پرلیکه (انلاین) ناسته کې خبره شوم، چې په ښځو کې د غوره لوبېدو مقام ما ګټلی. ځکه هلته راته دوستانو مبارکي راکوله. زه حیرانه او ډېره خوښه شوم. دا مډال زما ویاړ دی.

پوښتنه: خپل کوم فیلم دې خوښ دی؟

ما تر اوسه حسن فیلم نه دی لیدلی او بیا دا دواړه فیلمونه له یو بل سره د سوژې له مخې توپیر لري، ځکه نو څه نه شم ویلای.

پوښتنه: د یوې سېنماګرې مېرمنې په توګه د ۲۰۰۰ کلنې پرمختللې سېنما او د افغانستان د شل کلنې سېنما توپیر څومره او څنګه ارزوې؟

ځواب: زما په اند د اویایمو او اتیایمو لسیزو وروستی وخت د افغانستان سېنما زرین دوران دی. هغه وخت په تنګو ایډیولوژیکو شرایطو کې فیلمونه جوړېدل. په کمو امکاناتو ښه فیلمونه جوړېدل؛ خو نه غواړم دا دواړه دورې پرتله کړم.

اوس تر پخوا وسایل هم وسایل ډېر دي او هم د سوژو په ټاکنه کې ازاد یو او د ټاکنې حق لرو.

اوسمهال زموږ فیلمونه په نړیوالو جشنوارو کې وړاندې کېږي؛ خو له دې ټولو سره بیا هم په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان سېنما ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت نه دی تجربه کړی.

پوښتنه: د سېنما په ډګر کې مو د کوم افغان لوبغاړي کار خوښېږي؟

ځواب: تر څو چې مې د افغان سېنما د ټولو کارکوونکو کار نه وي لیدلي څه نه شم ویلای.

پوښتنه: د افغانستان په نارینه لوبغاړو کې دې د چا کار خوښېږي؟

ځواب: پخواني لوبغاړي یې ټول زما الګو دي؛ خو په نوي نسل کې ممنون مقصودي، مرتضا علوي، حاجي ګل اسیر او رسول ایمان زما د خوښې لوبغاړي دي؛ خو له عزیز دلدار سره ځان ارام احساسوم.

پوښتنه: د افغانستان په سېنما کې ښځو ته د لوبېدو زمینه برابره ده؟

پوښتنه: هو؛ خو له بده مرغه افغان سېنما ډېر تولید نه لري. نو ستونزمنه ده، چې ځان راوباسي. بل خوا په کورنیو کې له دوی سره مخالفتونه زیات دي؛ خو بیا هم دوی ته په افغان سېنما د لوبېدو زمینه برابره ده.

پوښتنه: په هرات کې د رویا سادات په مشرۍ د ښځو جشنوارې اړوند ستا نظر څه دی؟

ځواب: ښه مدیریت یې وشو. زه په افغان سېنما کې د ډېر داخلي تولید طرفداره یم. کاش، چې افغان سېنما هر کال له ۱۵ تر ۲۰ فیلمونو تولید درلودای. تر څنګ یې په دې برخه کې ښه شننه او او ارزونه کېدای.

پوښتنه: کوم سېنمایي ژانر دې خوښېږي؟

ځواب: ډرامه یي، جنایي او راپاروونکي ژانرونه مې ډېر خوښېږي او په ارامې سره پکې لوبېدای شم.

پوښتنه: په لاندې ښځو لوبغاړو کې دې د چا فیلمونه زیات خوښ دي:

 صحرا کریمي، رویا سادات، شهربانو سادات؟

ځواب: تر اوسه مې د صحرا کریمي داستاني فیلمونه نه دي لیدلي. همداراز د شهربانو سادات فیلمونه مې هم نه دي کتلي. یواځې له اغلې رویا سادات سره مې په (نامه به رییس جمهور) فیلم کې همکاري کړې؛ نو ځکه په دې اړوند منصفانه څه نه شم ویلای.

پوښتنه: افغانان زیات کوم ډول سېنما ته اړتیا لري؟

ځواب: افغانان داسې سېنما ته اړتیا لری، چې عام خوښه وي. لوبغاړي باید داخلي مینوال جذب کړي؛ خو اوس داسې فیلمونه جوړېږي، چې روشن فکرانه او تجربي دي. دا فیلمونه ډېر کم مخاطبان لري.

پوښتنه: د سېنما په صنعت کې د رسنیو ونډه څومره اړینه ده؟

ځواب: رسنۍ د افغانستان سېنما او مخاطبانو تر منځ مهمه کړۍ رامنځته کولای شي. که فکر وکړو اوسمهال د سېنما افغان مخاطبین ډېری بهرني فیلمونه ګوري، ځکه چې رسنیو افغان سېنما اړیکې له خلکو سره نه دي ټینګې کړې.

افغانان یواځې په لویو ښارونو کې ژوند نه کوي بلکې په لرې پرتو سیمو کې هم اوسي؛ نو زموږ معیار باید یواځې د لویو ښارونو اوسېدونکي نه وي. له دې ځایه ویلای شو، چې رسنۍ کولای شي افغان سېنما د هېواد ټولو اوسېدونکو ته وروپېژني. رسنۍ د خلکو پر ذهن اغېز ښندي.

پوښتنه: ستاسو په اصطلاح ابرومند فیلمونه کوم فیلمونه دي؟

ځواب: له ابرومندو فیلمونو څخه مې موخه ټول خوښي او د ښې محتوا درلودونکي فیلمونه دي. د بېلګې په ډول پخواني فیلمونه لکه؛  “گناه، فرار، صبور سرباز لو دختری با پیراهن سپید” دا فیلمونو د ټولو لپاره دي. هر کس کولای شي، چې په ارامۍ سره دا فیلمونه وګوري. اوسمهال داسې فیلمونه جوړېږي، چې د ټولنې د یوه ځانګړي پوړ لپاره دي. دا فیلمونه په لوړ لګښت، ټیټ کیفیت او بې محتوا تولیدېږي دا فیلمونه ټول خلک نه خوښوي.

پوښتنه: اوس مهال په کوم فیلم کې په کار بوخته یې که نه؟ که یې نو په کوم فیلم کې؟

ځواب: اوس د کرونا له امله په هېڅ فیلم کې کار نه کوم؛ خو تر کرونا وروسته په تیاتر او فیلم کې نوي پلانونه لرم.

پوښتنه: د وروستۍ پوښتنې په توګه د نشانه خبري اژانس مخاطبینو ته څه پیغام لرې؟

ځواب: هیله لرم، چې د نشانه خبري اژانس مخاطبین دایمي د دې خبري اژانس مینوال پاتې شي او یاد خبري اژانس خپرونې د هرې ورځې په تېرېدو تر دې لا ښه شي.

ډېره مننه، چې له موږ سره د خپلو هنري او سېنمایي کارونو په اړه وغږېدئ.