333

په فراه کې د طالبانو لوړپوړی قومندان ملا نوراحمد وژل شوی 

neshananews

11 April 2020

د فراه ولایت امنیتي چارواکي د یاد ولایت په لاش‌وجوین ولسوالي کې د دې ډلې د مشهور قومندان ملانوراحمد د وژلو خبر ورکوي. د دوی په وینا دوه تنه نور جنګیالي له هغه سره یو ځای په دې برید کې وژل شوي دي. د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وايي، چې پولیسو پرون تر غرمې وروسته د طالبانو پر یوه پټنځای برید کړی، چې په پایله کې یې ملا نوراحمد او دوه نور طالبان وژل شوي. د محب په وینا برید د لاش‌وجوین ولسوالي په پنج‌ده کلي کې شوی دی او پولیسو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

د پولیسو په وینا په دې برید کې دوی ته د طالبانو وسلې او نور مهمات هم په لاس ورغلي دي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

لاش‌وجوین ولسوالي د فراه له مرکز څخه په ۹۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې له ایران سره پوله لري او وسله‌وال طالبان یې په ځینو برخو کې واکمن دي.