157024023-800x550 (1)

امنیت شورا: طالبانو په روژه کې ۱۴۶ملکیان وژلي دي

neshananews

23 May 2020

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن(شنبه، غبرګولی درېیم) په یوه ټوېټ کې لیکلي،  طالبانو په روژه کې ۱۴۶ ملکیان وژلي او ۴۳۰ یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې د روژې د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې طالبانو پر ۱۷ولایتونو بریدونه کړي، چې ۱۷ملکیان پکې وژل شوي او ۴۹ پکې ټپیان شوي. په دویمه اوونۍ کې د دوی بریدونو په ۱۸ولایتونو کې ۲۵ملکیان وژلي او ۷۴ یې ټپیان کړي دي. همدارنګه په درېیمه اوونۍ کې یې ۷۹ملکیان وژلي او ۲۱۸ ژوبل کړي دي.

 ملي امنیت شورا تېره ورځ ویلي، چې د روژې په څلورمه اوونۍ کې د طالبانو د بریدونو له امله ۲۵ملکیان وژل شوي او ۸۹نور ټپیان شوي دي.