ولسوالی-فرخار-880x550

د تخار په فرخار کې څو کلی له طالبانو پاک شوي

neshananews

05 June 2021

د تخار امنیتي چارواکي وایي، د یاد ولایت فرخار ولسوالۍ څو کلي له طالبانو پاک شوي. د دوی په وینا د طالبانو د بریدونو د پر شا کولو تر څنګ سنګ اتش سیمه هم له طالبانو نیول شوې.

د تخار د پولیسو قومندان اکرام‌الدین سریع وایي، فرخار ولسوال تر دوه ورځې جګړې وروستع نن سهار (شنبه، د غبرګولي ۱۵مه) په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې.

ښاغلی سریع وایي، په نښتو کې طالبانو ته دروند زیان اوښتی؛ خو هغه یې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی. همداراز هغه امنیتي ځواکونو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د تخار د پولیسو قومندان وایي، اوسمهال امنیتي ځواکونه د کورنیو د تلاشۍ او شکمنو ځایونو د پلټنو په حال کې دي.

د تخار امنیتي چارواکي وایي طالبان په تخار کې د خپل واک د جغرافیې د پراختیا په لټه کې دي.