ana_on_patrol-880x550

د طالبانو یو قومندان له خپلو شپږو جنګیالیو سره په سرپل کې وژل شوی

neshananews

28 April 2020

په شمال کې امنیتي مسوولین وايي، چې تېره شپه په ګوسفندي ولسوالۍ کې د یوې نښتې په پایله کې د طالبانو یو قومندان(ملا سردار) له خپلو شپږو کسانو سره یو ځای وژل شو ی.

د شاهین۲۰۹قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي نشانه نېوز ته ویلي، چې نښته تېره شپه د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ شوې، دوه ساعته یې دوام کړی، چې په پایله کې یې ملا سردار له خپلو شپږو تنو سره یو ځای وژل شوی دی. ښاغلی رضايي وايي، چې په نښته کې پنځه طالبان ټپیان شوي او امنیتي ځواکونو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

بل خوا وسلوالو طالبانو تېره شپه د جوزجان ولایت په مجیګک ولسوالي کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړی. د جوزجان ولایت رسنیز مسوول په وینا په ځوابي برید کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور ټپیان دي. د ښاغلي اذر په وینا په دې نښتو کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.