طالبانو په بادغیس کې د نجونو یو ښووونځی پر بمونو الوځولی
د بادغیس د ښوونې ریاست سرپرست عبدالله مشکوانی وایي، چې تېره شپه په قادس ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی پر بمونو الوځولی.
د زادمراد پر نوم دا ښوونځي په چپرود سیمه کې جوړېده، چې وسلوالو طالبانو ګټې ته تر اخیستنې مخکې پر بمونو الوځولی. د بادغیس د ښوونې سرپرست وایي، چې جوړوونکي شرکت طالبانو ته له غوښتنې سره سم پیسې نه وې ورکړې؛ نو ځکه ځکه یې دا کړنه تر سره کړې. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا ښوونځی په داسې حال کې الوځول کېږي، چې طالبان د نجونو د درسونو مخالف دي، ځکه نو د بې اجازې ښوونځیو له جوړولو باج اخلي. د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت ولایتي شورا غړو تېر کال ویلي و، چې طالبان په هره پراختیایي پروژه کې لس سلنه ګډون غواړي.