په تخار کې د نشه یي توکو یو قاچاقبر له ۱۹ کیلوګرامه نشه یې توکو سره نیول شوی
په تخار کې امنیتي چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د نشه یي توکو یو قاچاقبر له ۱۹ کیلوګرامه نشه یې توکو سره نیول شوی. یاد قاچاقبر هغه وخت نیول شوی، چې له بدخشان څخه یې تخار ته نشه یي توکي لېږدول.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل ایثار نن (شنبه، تله، ۵) ویلي، چې له دې قاچقبر سره ۳۳ پوړۍ چې ۱۶ کیلوګرامه کېږي چرس او درې کیلوګرامه تریاک نیول شوي. د ایثار په وینا دا نشه یي توکي په یوه سراچه ډوله موټر کې بار وو.
نوموړی زیاتوي دا توکي په پلان شویو عملیاتو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي.
د تخار د پولیسو ویاند وایي، په دې تړاو نیول شوی کس د کندز اوسېدونکی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د تخار اوسېدونکي په یاد ولایت کې د نشه یی توکو د کارونې او پلور د زیاتېدو خبر ورکوي. دوی له دولت څخه غواړي، چې په دې برخه کې جدي ګام واخلي.
عتیق ساحل؛ د ناتمامو هیلو دا شاعر څوک و؟
30 Jun 2021
لاریونوالو د تخار – بدخشان لویه لاره تړلې
6 Jun 2021