WhatsApp Image 2021-06-05 at 23.01.57

لاریونوالو د تخار – بدخشان لویه لاره تړلې

neshananews

06 June 2021

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د تخار – بدخشان لویه لاره په اعتراضي بڼه تړلې.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، لاریونوالو نن سهار (یکشنبه، د غبرګولي۱۶مه) د ګلفکانو ولسوالي د پخواني امنیه قومندان همایون خادم د نیولو په غبرګون یاده لویه لاره تړلې. دوی وایي، باید خادم ژر تر ژره خوشي شي.

ښاغلی اسیر وایي، د یادې ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان همایون خادم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست له خوا نیول شوی.

د تخار د پولیسو ویاند وایي، ځایی چارواکو د لارې د خلاصون لپاره هڅې پیل کړي دي.

د تخار امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې ملي امنیت د ناڅرګندو دلایلو له امله د ګلفکان ولسوالۍ امنیه قومندان نیولی دی. ملي امنیت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.