ولسوالی-بنگی-880x550

د تخار په بنګي ولسوالۍ کې یوه غیر مسوول وسلوال لسګونه ملکي وګړي یرغمل کړي

neshananews

05 June 2021

د تخار ولایت په بنګي ولسوالي کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د حاجي فتح خان ابادي پر نوم یوه غیرمسوول وسلوال قوماندان د شینوارو سیمې ۴۰ اوسیدونکي یرغمل کړي او دوه یې وژلي دي.

 د سرچینو په وینا د یاد قومندان کسان پرون (جمعه، د غبرګولي ۱۵مه) یوې سیمې ته د حشر ټولولو په موخه روان وو، چې له طالبانو سره یې نښته شوې. په دې نښته کې د فتح وسلوال مړه او ټپیان شوي دي. یاد قومندان یې په بدل کې د شینوارو اوسیدونکي له طالبانو سره د همکارۍ په تور یرغمل نیولي دي.

ځايي خلک زیاتوي ، چې د حاجي فتح خان خان ابادي اړوند وسلوال په زوره له خوا حشر راټولوي او خلک تنګوي.

د تخار ولایت امنیتی چارواکي هم تاییدوي، چې د حاجی فتح خان ابادی کسان پرون د شینوارو په سیمه کې د طالبانو له برید سره مخ شوي وو.

 د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، چې په دغه پېښه کې د دې غیرمسوول وسلوال لس کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په تخار کې یوې امنیتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د حاجي فتح اړوند کسانو د شینوارو سیمې څلوېښت اوسیدونکي یرغمل کړي او دوه یې په ډزو وژلي دي.

د تخار امنیتي چارواکي هم مني، چې حاجي فتح په سیمه کې یو غیر مسوول وسلوال دی چې د تخار د بنګي ولسوالۍ ځینې برخې یې په واک کې دي.

د دوی په وینا که څه هم دغه غیر مسوول وسلوال د هېواد له وسلوالو طالبانو سره په مبارزه کې د هیواد له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي؛ خو ځايي خلک تل د دغه غیرمسوول وسلوال له ظلم او ځورونې څخه شکایت کوي.

په ورته وخت کې د تخار سیمه ییزو چارواکو پولیسو ته دنده ورکړې، چې ژر تر ژره ځایی خلک د دې غیرمسول وسلوال قومندان له منګولو ازاد کړي.