حمله هوایی

اردو: په جوزجان کې د یوه طالب قومندان په ګډون ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي

neshananews

03 June 2021

د هېواد په شمال کې د اردو چارواکي وایي، په جوزجان کې د یوه هوایي برید په پایله کې د یوه طالب قومندان قاري مبین په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضایي نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې برید د طالبانو پر پټنځایونو شوی.
رضایي وایي په دې برید کې اووه طالبان نور ټپیان شوی دي او د دوی یو شمېر وسلې هم له منځه تللې.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند وایي، په برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
په وروستیو کې په جوزجان کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو نښتې زیاتې شوې، چې امنیتي ځواکونو د جوزجان په اقچه کې د شاهین ۲۴۱ پر نوم عملیات هم کړي.