اردو: په فاریاب کې د طالبانو ډلې څلور قومندانان او درې پاکستاني غړي وژل شوي
شاهین ۲۰۹ قول اردو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په فاریاب کې د طالبانو ډلې څلور قومندانان او درې پاکستاني غړي وژل شوي. یاد قول اردو نن (سهشنبه، د غويي ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا کسان په پښتونکوټ ولسوالي کې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په برید کې د طالبانو لپاره د المار ولسوال ذین الله، د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال نورالحق او د اندخوی ولسوالي لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول او یو بل مهم قومندان داملا ریحان وژل شوي دي.
په دې برید کې د طالبانو ۱۹ نور جنګیالي هم وژل شوي او پنځهلس ټپیان شوي دي، چې په وژل شویو کې درې پاکستانیان هم دي. شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي، برید هغه مهال وشو، چې طالبان په فاریاب کې د یوه برید کولو په پار راغونډ شوي وي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د فاریاب پولیسو هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ځانګړو پولیسو، کمانډو ځواکونو او ملي امنیت په ګډو عملیاتو کې د پښتونکوټ په خواجه موسی سیمه کې د طالبانو یو پټنځای په نښه شوی.
خواجه موسی سیمه د میمنې ښار لوېدیځ ته په شل کیلومیترۍ کې پرته ده، چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو په یوه مهم پټنځای بدله شوې.