ارزګان کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي
حکومتي چارواکي وايي، ارزګان کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ّپه سیمه کې چارواکو نن سه شنبه ( د زمري ۱۲مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي؛ افغان ځواکونو تېره شپه د ارزګان ولايت د مرکز ترينکوټ په نچین کې يو لړ عمليات کړي دي.
د سرچينې په خبره په يادو عملياتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د دوی په خبره د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.