حمله بر کابل

اروپایی ټولنې د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونځي برید غندلی

neshananews

09 May 2021

اروپایي ټولنې د کابل دیارلسمې حوزې اړوند سید شهدا ښوونځې ته څېرمه چاودنې غندلې او د نړیوالو بشري حقونو نقض یې بللې.
اروپایي ټولنې نن (یکشنبه، د غویي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې پېښې لاملین باید وپېژندل او محکمه شي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې نړیوال بشردوستانه حقونه بې رحمانه تر پښو لاندې شوي.
اروپایي ټولنه وایي، چې دې بریدونه یوازې افغانان نه، بلکې ټول هغه اړخونه اغېزمن کړي، چې پر بشري حقونو، د ښځو حقونو او د زده کړو پر حقونو باور لري.
اروپایي ټولنې له افغان دولت او طالبانو غوښتي، چې ژر اوربند وکړي تر څو بیا د ورته پېښو مخه ونیوله شي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې پر بنسټ د اروپایي ټولنې غړي په جدي توګه په افغانستان کې د له سولې ملاتړ کوي تر څو دا هېواد بشپړ ثبات ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل په لوېدیځ کې سید شهدا ښوونځي ته څېرمه یوې چاودنې پنځوس تنه ووژل او سل یې ټپیان کړل.
کورنیو چارو وزارت وایي د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي او زده کوونکي دي. که څه هم کورنیو چارو وزارت د دې پېښې لاملین طالبان ګڼي؛ خو تر اوسه یوې ډلې هم د دې پېښې پړه پر غاړه نه اخیستې.