اسماعیل-خان-و-عبدالله

اسماعیل خان: د سولې خبرو د اسانۍ په موخه باید یو لس کسیز پلاوی وټاکل شي

neshananews

14 November 2020

پخوانی جهادي مشر اسماعیل خان وايي، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی؛ نو ځکه اړتیا ده، چې په دې برخه کې یو لس کسیز پلاوی وټاکل شي.

ملي روغې جوړې شورا نن (شنبه، د لړم ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسماعیل خان دا څرګندونې له عبدالله عبدالله سره په کتنه کړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ اسماعیل خان وړاندیز کړی، چې د هېواد او سیمې په کچه د علمي او سیاسي مخورو یو پلاوی دې جوړ شي. تر دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دا رول د قطر حکومت ولوبوي.

اسماعیل خان ویلي، پرته له دې چې د ده وړاندیز کړی پلاوی وټاکل شي د سولې په خبرو کې به مخکې تګ ناممکن وي. بل خوا خبرپاڼه د اسماعیل خان له خولې لیکي، چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې ریښتونې هڅې نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرې دوه میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوې دي؛ خو نه یواځې دا، چې دا خبرې پایلې ته نه دي رسېدلې، بلکې ورسره په هېواد کې د دواړو غاړو تر منځ نښتو هم زور اخیستی.