حملات هوایی امریکا

امريکايي ځواکونو په لښکرګاه کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي

neshananews

04 August 2021

ملي دفاع وزارت مني، چې امريکايي ځواکونو په لښکرګاه ښار کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن چهارشنبه(د زمري ١٣مه) پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، چې بریدونه نن تر غرمې وروسته شوي.

ښاغلی امان وايي، په‌ دې بریدونو کې څلور طالبان وژل شوي. هغه وايي، دا دویم ځل دی، چې امريکايي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو پټنځايونه بمبار کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند په هلمند د القاعده شبکې د یوه غړي په ګډون د ٥٤ طالبانو د وژلو خبر هم ورکړی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ پر لښکرګاه ښار بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې په پنځو ورځو کې پنځه زره کورنۍ بېځايه شوې.