بغلان: د اندراب په درې ګونو ولسوالیو تر منځ لس کلنې قومي بدۍ او شخړې حل شوې
د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د اندراب د دریو ولسوالیو تر منځ لس کلنې قومي شخړې او بدۍ پای ته رسېدلي دي. دا جګړې د امنیه قومندانۍ او د دریو واړو ولسوالیو د شخړو د حل کمېټو په منځګړیتوب پای ته رسېدلې.
په تېرو لسو کلونو کې د یادو ولسوالیو د خلکو تر منځ د اختلافونو او جګړو په پایله کې ۴۰ تنه وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن (چهارشنبه، وږی، ۲) نشانه نېوز ته ویلي، چې د ښکېلو قومونو تر منځ بدۍ او شخړې د امنیه قومندانۍ، د شخړو د حل کمېسیون او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې دي.
د بشارت په وینا له تېرو لسو کلونو راپدېخوا د یادو قومونو تر منځ شخړې روانې وې.
بشارت زیاتوي چې، څلور میاشتې مخکې د بغلان د امنیه قومندانۍ په هڅو د شخړو د حل کمېسیون جوړ شو، چې پر مټ یې د دښمنۍ دواړو غاړو یو بل په غېږ کې ونیول، چې له دښمنۍ به لاس اخلي.