پکتیا: په ګرده څېړۍ کې د دوو قومونو تر منځ ۳۰ کلنه شخړه حل شوه
د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د یاد ولایت په ګرده څېړۍ کې د سوریخیلو پړانګیو او ښاخېلو پر نومونو د دوو قبیلو تر منځ ۳۰ کلنه شخړه د خبرو له لارې حل شوې.
د خوست والي محمد حلیم فدایي پرون ورځ رسنیو ته ویلي، چې د یادو قبیلو تر منځ جګړه د غره د لرګیو پر سر رامنځته شوې وه.
د هغه په وینا جګړه د والي او ګردې څېړۍ ولسوال ظاهر شاه زهیر په منځګریتوب حل شوې.
تر دې مخکې د دواړو لوریو تر منځ د جګړې له امله ګڼې نښتې شوې وې او د دوی تر منځ لویې لارې هم تړل شوې وې.
د پکتیا چارواکي وایي، د دواړو قومونو تر منځ د غره او لرګیو پر سر نور حقوقي موضوعات به د ولایتي او محلي ادارو مسولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د خبرو او جرګې له لارې حل شي.