ع

په پکتیا کې د هدفي وژنو دوه لاملین له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي

neshananews

26 October 2020

کورنیو چارو وزارت وايي، په پکتیا کې د هدفي وژنو دوه لاملین له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي. یاد وزارت نن (دوشنبه، د لړم ۵) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا کسان په ګردېز ښار کې د پولیسو پر یوه افسر د برید پلانوونکي وو، چې له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

 کورنیو چارو وزارت وايي، له دې کسانو سره یوه مېرمنه وه، چې د پولیسو له خوا نیول شوي. د دوی په وینا دې ډلې د دینې عالمانو، قومي مخورو او امنیتي چارواکو په وژلو کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې هدفي وژني زیاتې شوې. ډېری وخت دیني عالمان، سیاسي فعالان، قومي مخور او نظامي چارواکي  د هدفي وژنو ښکار کېږي.