16.45.02

د پکتیا د نوي والي په پېژندغونډه کې د چاودنې مخه نیول شوې

neshananews

05 July 2021

د پکتيا امنیتي چارواکي وایي، ملي امنيت د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې له چاودېدونکو توکو یو بار موټر نیولی.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۴) ویلي، چې په دې موټر کې لسګونه کيلوګرامه  چاودېدونکي توکې، چې په يوې ابي رنګه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو نیول شوي.

 د دوی پر وینا بریدګر غوښتل، چې د پکتيا ولايت د نوي والي په پېژندغونډه کې دې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په پکتیا کې د یوه بل موټربم موخه هم نیول شوې وه.