پکتیا؛ یو تن له څلور کیلو نشهيي توکو(میتا امفیتامین) سره نیول شوی
د پکتیا چارواکي وايي، د یاد ولایت د ملي امنیت ریاست مسوولینو په ګردېز ښار کې یو کس له څلور کیلو نشهيي توکو (میتا امفیتامین او شیشه) سره نیولی دی. د پکتیا ولایت رسنیو دفتر ویلي دا کس پرون (د چنګاښ ۲۶مه) په ګردېز ښار کې نیول شوی.
د خبرپاڼې پر بنسټ نشهیي توکي له غزني ولایت څخه ګردېز ښار ته رالېږدول کېدل، چې د ملي امنیت له خوا نیول شوي.
نیول شوي کس په لومړنیو څرګندونو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د امنیتي چارواکو په وینا دوسیه به يې ژر تر ژره عدلي او قضایي ارګانو ته ولیږله شي.
په پکتیا کې د سړک غاړې چاودنې ۱۲ تنه وژلي
8 Aug 2021
په پکتیا کې ۴۰ طالبان وژل شوي
26 Jul 2021