په کندهار کې د طالبانو شپږ مهم قومندانان وژل شوي
حکومتي چارواکي وايي، په کندهار کې د وسلوالو طالبانو شپږ قومندانان وژل شوي او يو ولسوال یې ټپي شوی.
د کندهار ملي امنیت ریاست نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) رسنیو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ملي امنیت (۰۳) ځانګړې ډلې د کندهار ښار په ځينو سیمو کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دې عملياتو کې د وسلوالو طالبانو د ۶ مهمو قومندانانو؛ سردارمحمد، ميرخان، حضرت ګل، وکيل، سيف الله او صداقت په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي.
همداراز ميوند ولسوالۍ ته د طالبانو نظامي ولسوال نعمان او ٩ نور وسلوالو طالبان ټپيان شوي.
د خبرپاڼې له مخې (۰۳) ځانګړو ځواکونو د وسلوالو طالبانو درندې، سپکې وسلې، او يو شمېر وسایط له منځه تللي دي.
وسلوالو طالبانو اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.