5f141cc5-60b5-4649-94f7-6be274c08b60

د افغانستان په کچه د داعش ډلې مالي مسوول په ننګرهار کې نیول شوی

neshananews

31 July 2021

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ او جلال‌اباد ښار کې د داعش څلور غړي نیولي دي.

 د دوی په وینا په دې کسانو کې د افغانستان په کچه د داعش ډلې مالي او په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د هدفي وژنو مسوولین هم شامل دي.

د ننګرهار چارواکو تېره ورځ جمعه (د زمري ۸مه) د دې کسانو د نیولو خبر ورکړی.

له یادو کسانو سره مبایلونه، توپانچې او نور وسایل هم ملي امنیت نیولي دي.