په پکتیا کې ۴۰ طالبان وژل شوي
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې ۴۰ طالبان وژل شوي.
د دوی په وینا په دې بریدونو کې ۱۲ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
د پکتیا د چارواکو په وینا په شویو بریدونو کې د طالبانو وسایط، سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي او یوه شمېر یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سیدکرم د پکتیا هغه ولسوالي ده، چې څو ورځې مخکې یې دولت له طالبانو د بېرته نیولو خبر ورکړ.