په پکتیا کې د حکومت ضد تبلیغاتو په تور دویم کس نیول شوی
په پکتیا کې ملي امنیت هغه کس نیولی، چې په فېسبوک کې به یې د دولت ضد څرګندونې کولې. د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد کس په ګردېز ښار کې نیول شوی. په خبرپاڼه کې راغلي:
« د پکتیا ملي امنیت ریاست له خوا د ګردیز په ښار کی یو تن د دولت ضد تبلغاتو په تور ونیول شو.
یاد کس به د ټولنیزې شبکې فسبوک صفحی څخه د دولت ضد منفي لیکنی او نشرات کول، چی بالاخیره نوموړی کس د اوپراتیفی کړنو په نتېجه کی تثبیت او له اسنادو (تلیفون) سره یو ځای ونیول شو.»
د پکتیا امنیتي چارواکو که څه هم د دې کس پېژاند نه دی په ډاګه کړی؛ خو وايی، یاد کس په خپلو لومړنیو اظهارتو کې خپل جرم منلی او دوسیه به يې ډیر ژر عدلي او قضایي ارګانو ته وسپارله شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په پکتیا کې د ټولنیزو شبکو یو بل فعال او استاد هدایت الله پکتین هم طالبانو ته د تبلیغاتو او د دولت ضد تبلیغاتو په تور نیول شوی و.