د ننګرهار چارواکي وايي، په یاد ولایت کې یې د داعش ډلې یو تبليغاتي غړی نیولی.
د ننګرهار چارواکو نن سه شنبه (د زمري ۵مه) خبر ورکړی، چې دا کس تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند په دامان سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې په عملیاتو کې نیول شوی.
دوی وایي، نیول شوي کس د داعش په ګټه او د دولت پر ضد تبليغات کول.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې ډېری وخت ورڅخه د داعش وسلوالو د کړنو خبرونه خپرېږي.