قندهارر

جګړې؛ د کندهار ښار پر واټونو ګڼه‌ګوڼه کمه شوې

په کندهار کې وروستيو جګړو واټونه او لارې د خلکو له ګوڼې خالي کړي او نظامي بڼه يې خپله کړې.

د ښار هغه څنډې چې مخکې به د ښاریانو د تفریح او مېلې ځایونه وو، اوس د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي او د خلکو مېنې د جګړو ګرم سنګرونه دي.

دکندهار ښار واټونه چې د خلکو ګڼې ګوڼې به یې د امن او کرارۍ شاهدي ورکوله، اوس پرې داسې چوپتیا حاکمه ده، چې په تېرو څو لسیزو کې یې مخینه نه ده لیدل شوې. موټر سایکل چې د دغه ښار د اوسېدونکو تر ټولو اسانه او چټکه ترانسپورټي وسیله وه، اوس حکومت له دې امله بندیز پرې لګولی، چې طالبان  له دغه ترانسپورټي وسیلې څخه د جګړې او نورو بریدونو پر مهال ګټه اخلي.

د شپې د خلکو پر تګ راتګ او د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیزونو بیا د جګړې تر څنګ د خلکو وېره او ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د کندهار ښار اوسېدونکي وايي،ګڼې ستونزې ورپېښې دی. دوی له دولت او وسلوالو طالبانو غواړي چې د جګړې پر مهال دې ښار او عامه ځايونو ته ډېر پام وکړي.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي علي احمد نشانه خبري اژانس ته وويل دوی په ښار کې په ازاد ډول نه شي ګرځېدلای ځکه د جګړې د قرباني کېدو وېره ورسره وي. هغه وايي:

« پخوا د ورځې په ښار کې د خلګو تګ راتګ خورا زيات و؛ خو اوس تاسو وينئ چې هېڅ شی نه تر سترګو کيږي. موږ هره ګړۍ له دې وېره لرو چې خدای مه کړه په ښار کې د ننه جګړه ونه نښلي، ځکه دلته د خلګو اقتصاد ته زیان اوړي او د خلګو په پيسو جوړشوي ځايونو له منځه ځي، چې بيا يې جوړول ډېر وخت غواړي له دولت او طالبانو څخه غواړو چې د خلګو په ملکي ساحو کې جګړه ودروي.»

د جګړو له امله بېځایه شوې کورنۍ هم په بدحال کې ژوند کوي. که څه هم مرستندویه ادارو او د ځوانانو رضاکاره ډلو دغو زرګونو کورنیو ته د مرستې رسونې لړۍ پیل کړې، خو جګړه يې د ښار په یوه برخه کې هم ارام ته نه پرېږدي، ځکه چې د دغه ښار په ټولو څنډو کې زورورې جګړې روانې دي.

د جګړې له امله بېځایه شوی نظام الدين  نشانه خبري اژانس ته وویل له جګړې ستړی دی خپله مېنه يې پرېیښې ده، په کېمپ کې سخت ژوند کوي:

« بېخي مو زړه مات دی، دغه ژوند څومره لا نور موږ ځوروي، کور او کلی مو پرېیښی دی او دلته په کېمپ کې د خوارۍ شپې او ورځې راباندې تېريږي څه وکړو؟ څوک مو غږ نه اوري.»

بل خوا په کندهار کې چارواکي د کندهار په جګړه کې د پاکستان رول رغنده بولي. دوی وايي، پاکستان مستقیما په جګړه کې ښکېل دی؛ خو ټينګار کوي، چې کندهار به سقوط ته پرې نه ږدي. د کندهار والي روح الله خانزاده د کندهار د موقعیت پر مهموالي ټينګار وايي:

« په هېڅ صورت کندهار د سقوط سره نه مخ کېږي، طالبان به پرشاه کېږي؛ ځکه افغان دولت ته کندهار ډېر مهم دی. دغه سيمه د جغرافيوي موقعیت له مخې خورا مهمه او ستراتژيکه ده، خپلو خلګو ته ډاډ ورکوم، چې په نظامي برخه کې به ژر پرمختګ وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې اوس د کندهار ښار په اوومه، شپږمه، پنځلسمه، دیارلسمه او نهمه حوزه کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي او د دغو سيمو یو شمېر برخې د طالب وسلوالو په واک کې دي.