دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۵ طالبان وژل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۵ طالبان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپيان شوي.
ملي دفاع وزات نن دوشنبه (د زمري ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دې طالبانو ته په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، هرات، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، کندوز، بغلان او کاپیسا کې مرګژوبله اوښتې ده.
ملي دفاع وزارت همداراز وايي، چې پر واټونو اته ځای پر ځای شوي ماینونه یې هم کشف او شنډ کړي دي.
دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د زیان او طالبانو د دفاع وزارت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.