tabliban-flag-e1488655515651

د امارت وېره او د هېوادوالو ګام پر ګام وژنې

neshananews

09 June 2021

مبهم راتلونکی او د هېواودوالو په زړونو کې وېره له هغو ورځو سره یو ځای روان دي، چې د اوسني حکومت تر سیوري لاندې پر خلکو راغلې. دا کار د تروریستې ډلو له خوا د رواني جګړې اصلي تګلاره ده. طالبان هم له دې تګلارې څخه ګټه اخلي، تر څو د خلکو په زړه کې وېره واچوي او دوی ته خپل راتلونکی تیاره وروښيي.

په روانه جګړه کې د وسلوالو ډلو یوه مهمه تګلاره د وېرې خپرول دي. دوی په ټولنه کې له نامعلوم راتلونکي وېره، ګواښونه، ښکېلتیا او تاوتریخوالی خپروي، تر څو د عقلي پرېکړو دروازې پرې وتړي. د افغانستان په سیاسي او ټولنیز تاریخ کې ډېر ځلې د دولت مخالفو ډلو هڅه کړې، چې د مرکزي دولت د کمزورۍ په پار د لوستو او نامتو کسانو تر منځ وېره خپره کړي او د هېواد راتلونکی په یوه تیاره انځور کې خلکو ته وروښيي. دوی په خپل دې کار سره د هېوادوالو او لوستو له فکر څخه راتلونکي ته عقلاني لیدنه لرې کوي.

د ارواه‌پوهنې له نظره هغه څوک، چې وېرېږي هر ډول امرونه مني او غیرعقلاني پرېکړې کوي. ښايي دوی په دې وخت کې هر ډول حللارې ته ټټر ووهي تر څو له ځانه وېره لرې کړي. هغه څه، چې په وروستیو کې د طالبانو له خوا تر سره کېږي هم پر دې دایره راڅرخي. طالبان د دې لپاره، چې په هېوادوالو ومني، چې په افغانستان کې د دوی شتون جدي او ضروري دی په هر ډول وېره خپرولو لاس پورې کوي. وېره خپرونه د طالبانو تکتیکي او فکري وسیله ده. طالبان له دوو لارو خپله جګړه پر مخ بیايي، یو یې د جګړې ډګر دی او بل یې رسنیز ډګر دی، چې پر مټ یې په عامه ذهنونو کې وېره خپروي.

طالبان لومړی د وېرې فضاء جوړوي، تر هغې وروسته تر واک د لاندې رسنیو له لارې خپل دې چار ته هوا ورکوي.په پایله کې غواړي له دې فضاء د خپلې لارې د حاکمولو په موخه ناوړه ګټه واخلي.

د طالبانو په پېژندنه کې مهم ټکی د نورو په فکر کې وېره اچول دي. د دوی واک ته رسېدل د هېوادوالو پر وېرولو ولاړ دي. دا کار د هېوادوالو د ټولنیز وېش سبب هم کېدای شي. بل خوا دا کار کېدای شي، چې د ځینو ډلو او طالبانو تر منځ د تعامل سبب هم شي، چې دا تعامل د طالبانو په ګټه دی.

هغه څه چې اوس یې طالبان د ډګر له جګړې سره یو ځای کوي هغه رواني جګړه ده، چې پایله یې وېره خپرول دي. توماس جانسن په «د طالبانو روایتونه» کتاب کې لیکي، چې طالبان د دې لپاره، چې هېوادوالو ته د خپلې جګړې د رواتوب قناعت ورکړي له هرې لارې ګټه اخلي. کله، کله د تیاره‌لیکونو او اور ورینو څرګندونو په خپرولو سره خلک د مرکزي حکومت له دوام څخه وېروي.

طالبان پر دې ښه پوهېږي، چې څه ډول د حکومت پر ضد فکري ډلې جوړې کړي. له دې کار څخه د طالبانو یوه موخه دا ده، چې جګړه له امنیتي ځواکونو سره له مخامخ جګړې څخه د ملکي او بې دفاع وګړو پر خوا ورکش کړي. طالبان د ملکي وګړو پر بدنونو له وارونو سره د هېوادوالو په ذهنونو کې د طالبانو او طالباني حکومت د نشتون منفي انځور خپروي.

طالبان له ۱۹۹۴میلادي کال راپدېخوا لویو ښارونو ته د ننوتو له پرېکړو سره سم ځانونه د هېواد د ارامۍ سبب معرفي کوي. دوی وايي، که طالبان په واک کې نه وي وژنې او وینه بهېدل به روان وي. له ملکي وګړو سره د طالبانو دا چلند روان و او لا هم روان دی.

طالبانو اوس هم په رسنیو کې دا تګلاره غوره کړې دوی د رسنیو له لارې خلکو ته ثابتوي، چې د افغانستان خلک یوه لاره لري؛ هغه دا چې باید د طالبانو حکومت ومني او که داسې و نه کړي هېڅکله به د دوی وضعیت ښه نه شي. طالبانو د دې کار د ثابتولو لپاره په هر ډول وېرې لاس پورې کړی او دا یې تګلاره ده، چې وېره خپره کړي.

طالبان د وېرې او هیلې په لوبه کې دوه ‌ډوله رول لوبوي. که څه هم طالبان د خپلو پیغامونو او خبرپاڼو تر شاه پټ دي خو له دې کاره ډېره ګټه اخلي. دوی د تاوتریخوالي په زیاتولو ځانونه د روان وضعیت د ښه والي کیلي خلکو ته ورپېژني. طالبان له یوې خوا په خپل نشت کې د هېواد راتلونکی تیاره انځوروي له بلې خوا یې حتا له خبرو د وینو، وژنو او غچ بوی راځي.

د بېلګې په توګه طالبانو تازه هغو افغان ژباړونکو ته، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، خبر ورکړی، چې په هېواد کې دې بې له وېرې ګرځی دوی ورسره کار نه لري او د دوی له خوا هېڅ ګواښ ورته نشته. په ورته وخت کې له دوی څخه غواړي، چې له پخوانیو کړو څخه پښېماني څرګنده کړي. د تروریستي ډلو د کارپوهانو به نظر په دې پیغام کې یو شی ښکاره دی هغه له پورته څخه د تروریستي ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو په ښکته کتل دي او داسې ښکاره کوي لکه یوه معصومه ډله، چې یوې ګنهګارې ډلې ته له کوم نظره ورګوري.

په داسې وخت کې حکومت او د هېواد ټولنیزو او سیاسي ډلو ته په کار دي، چې لومړی د طالبانو دا تکتیک په ښه توګه وپېژني او وروسته د مناسبې تګلارې په واسطه د دې کار مخه ونیسي.

په دې حللارو کې کېدای شي د نظامیانو بریالیتوبونه پر مستندونو، د راتلونکي جوړولو لپاره د هیلو پر منعکسولو په هغه صورت کې چې خلک د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، د انګېزې پر اغېزمنو لارو او ډيموکراټیکو او انساني ارزښتونو ټينګار وشي. په دې کار سره به وکولای شي، چې د هېوادوالو د پوهاوي کچه لوړه کړي تر څو د طالبانو د رواني جګړې هغه رول اوبه کړي، چې د ټولنې د وګړو د ګام پر ګام مرګ سبب کېږي.