ارتش-880x550

د بدخشان پر شپږو ولسوالیو د طالبانو بریدونه پر شا شوي

neshananews

24 May 2021

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایی، د یاد ولایت پر شپږو ولسوالیو د طالبانو بریدونه پر شا شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، طالبانو تېره شپه (د روان کال، غبرګولي دویمه) له خپلو بهرنیو تروریستانو سره یو ځای د بدخشان پر شپږو ولسوالیو بریدونه کړی.

د هغه په وینا دا بریدونه پر یفتل پایان، درایم، خاش، جرم، وردوج او راغستان شوي؛ خو د امنینتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې پر شا شوي.

د هغه په وینا په دې بریدونو کې تر لس ډېر طالبان وژل شوي او ټپیان دي؛ خو امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د طالبانو بریدونه زیات شوي؛ خو ټول د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې پر شا شوي.