د بدخشان په یفتل پایان ولسوالي کې جګړه؛ پنځهسوه کورنۍ بېځایه شوې
د بدخشان سیمهییز چارواکي په یفتل پایان ولسوالۍ کې د طالبانو له ډلییزو بریدونو پنځه سوه کورنۍ بېځایه شوې، چې فیضاباد ښار او څېرمه ولسوالیو ته تللې دي.
د بدخشان د والي ویاند نېکمحمد نظري نن (چهارشنبه، د غبرګولي پنځمه) ویلي، چې له څو ورځو راهیسې پر یادې ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پیل شوي دي. د هغه په وینا د طالبانو له فشار څخه ۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې.
نظري وايي، په جګړه کې دواړو لوریو ته زیان اوښتی. نظري وايي، په دې نښتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او شهربزرګ ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال هم په نښته کې ټپي شوی.
بل خوا طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ولسوالي درې کلي یې په بشپړه توګه نیولي او امنیتي ځواکونو ته یې د درنو زیانونو تر څنګ د هغوی زیاتې وسلې هم لاسته ورغلې. طالبان وايي، د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې څلور جوماتونه او د اوسېدو کورونه ویجاړ شوي.
د بدخشان د والي ویاند بیا د طالبانو دا تورونه ردوي. هغه همداراز وايي، چې طالبان د عامو وګړو کورونه د سنګر په توګه کاروي.
یفتل پایان فیضاباد ښار ته څېرمه ناامنه ولسوالي دي. له څه وخت راپدېخوا د یادې ولسوالۍ ځینې برخه د طالبانو تر واک لاندې دي. د بدخشان سیمهییز چارواکي وايي، چې طالبانو په وروستیو کې په بدخشان کې بریدونه زیات کړي دي.