د بلخ زارع ولسوالي طالبانو نیولې
د بلخ د زارع ولسوالۍ ودانۍ او د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ طالبانو نیولې. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (شنبه، د غبرګولي۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د یادې ولسوالۍ مهمې دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې. مجاهد وايي طالبانو د دولتي ځواکونو وسلې او تجهیزا هم نیولي دي.
په ورته وخت کې شاهین ۲۰۹قول اردو اعلان کړی، چې د یادې ولسوالۍ ودانۍ بل ځای ته لېږدول شوې. دوی د یادې ولسوالۍ د پخوانۍ ودانۍ د طالبانو لاس ته غورځېدو په اړه څه نه دي ویلي. یاد قول اردو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د یادې ولسوالۍ اړوند دفاعي او بشري ځواک تاشلکین او اومکي سیمې ته لېږدول شوي. یاد قول اردو ویلي، چې پخواني ځای ته لېږد سخت و؛ نو ځکه یې د ولسوالۍ ودانۍ بدله کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپل سوزمه قلعه ولسوالۍ د سقوط راپورونه هم شته. امنیتي بنسټونو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.