حمله-هوایی-ارتش-880x550

د بلخ چهاربولک ته د طالبانو نومول شوی ولسوال او د استخباراتو مسوول وژل شوی

neshananews

30 May 2021

د هېواد په شمال کې د اردو مسوولین وایي، د هوایي ځواکونو په یوه برید کې د بلخ چهاربولک ته د طالبانو نومول شوی ولسوال او د استخباراتو مسوول وژل شوي دي.
د دوی په وینا مولوي عبدالله، چې په منصور مشهور و او چهاربولک ته د طالبانو نومول شوی ولسوال و له مولوي قدرت سره یو ځای وژل شوی. مولوي قدرت د طالبانو د شمال زون د استخباراتو مسوول و.
د ۲۰۹شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضایي نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې برید په چهاربولک کې د مولوي عبدالله پر پټنځای شوی.
رضایي وایي په برید کې د مولوي عبدالله درې تنه ټپیان شوي هم دي. د هغه په وینا په دې برید کې اته میله وسله او اته موټرې هم له منځه تللې.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د بلخ په شولګره کې هم د شاهین ۳۲۲عملیاتو په پایله کې اووه طالبان وژل شوي او ۴ ټپیان شوي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.