حنیف-اتمر-880x550

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا تاجکستان ته ورسېد

neshananews

17 September 2020

 بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا د تاجکستان پایتخت دوشنبې ښار ته رسېدلی.

بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، وږی، ۲۷) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی اتمر د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی.

د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلی اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسولزاده، د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین او د یاد هېواد د ملي امنیت د کمېټې له مشر سیدمومن یتیم اوف سره وګوري او په امنیتي، سرحدي، ټرانسپورټ، پانګه اچونې، سوداګرۍ او انرژي به خبرې وکړي.

ْد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې له ښاغلي اتمر سره په دې پلاوي کې والیان، د پارلمان غړي او نور دولتي چارواکي مله دي.

ښاغلی اتمر داسې وخت تاجسکتان ته غوښتل کېږي، چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.