بهرنیو چارو وزارت: ایران باید په تهران کې د افغان سفارت مراجعینو د نیولو په اړه وضاحت ورکړي
بهرنیو چارو وزارت وایي، ځینې افغانان په تهران کې د افغانستان سفارت تر څنګ له راغونډېدو سره د ایران انتظامي ځواکونو نیولي.
بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوی په د اړه په ایران کې د افغانستان سفارت له لارې خپله اندېښنه د ایران له دولت سره شریکه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران په دې اړه د هراړخیزو څېړنو د پیل ډاډ ورکړی.
بهرنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.
د یادونې وړ ده، چې تر دوه میلونه زیات قانوني او غیرقانوني افغان کډوال په ایران کې اوسي.
د ایران انتظامي ځواکونو په وارونو له ایران مېشتو افغانانو سره ورته چلند کړی.