890098

د خاشه ځوان له وژنې سره د ډېرو کندهاریانو پر خولو خندا مړه شوې

نظرمحمد چې په خاشه ځوان مشهور و، پرون شپه جمعه (د زمري لومړۍ) په کندهار کې له خپل کور څخه په زوره ویستل شوی او وروسته بيا په مرموز ډول وژل شوی. د سیمې خلک وايي، خاشه ځوان خوشحاله، وطني احساس او د خوښۍ طبعه لرله او زيات وخت به یې ټوکې کولې چې د خلکو  د خوښۍ سبب کېدلې. خاشه ځوان د ټولنیز ژوند تر څنګ په ټولنيزو رسنيو کې هم مشهور و او د خلګو له لوري زيات هڅول کېده.

ویل کېږي نوموړی د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د رمباسي د کلي اصلي اوسېدونکی و؛ چې اوس مهال يې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په ليکو کې دنده درلودل.

نشانه خبري اژانس هڅه کړې، چې د هغه له ملګرو د نوموړي او د هغه د وژل کېدو په اړه وپوښتي. د هغه نږدې ملګرو په دې اړوند نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې خاشه ځوان که څه علمي کچه يې ټيټه وه؛ خو هوښیار او پوه ځوان و. د دوی په خبره د ملګرو او نورو خلګو سره يې ډېره صميمانه اړيکي لرله، با جراته او  په ژبه پوه سړی و. د ملګرو په خبره یې خاشه ځوان له هيچا سره شخصي بدي نه درلوه.

د خاشه ځوان پر مړینه ګڼ کندهاریان خپه دي او وايي، چې پر شونډو د موسکا د غوړېدو یوه ښه بېلګه وه. نوموړي به د خلکو تر منځ ټوکې ټکالي کولې، چې له جګړې د ستړیو هېوادوالو پر شونډو خندا خوره کړي؛ خو د ټوپک څو ګرمو مرمیو د تل لپاره د خاشه ځوان د ټوکو ټکالو میدان سوړ کړ او د هغه مینوال یې د تل لپاره خاشه ځوان له ټوکو ټکالو بې برخې کړل.

د خاشه ځوان مینوال وايي، د نظرمحمد پر مړینه یې پر شونډو خندا مړه شوې ده.

بل خوا په سیمه کې د سرچینو له خولې خاشه ځوان طالبانو وژلی دی. د دوی په وینا طالبانو نوموړی پرون شپه له کوره ویستی او پر ډزو یې وژلی دی، چې جسد پرون د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې وموندل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي د جسد په خپور شوي عکس کې د نوموړي لاسونه تر شا تړل شوي او پر سر ویشتل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د خاشه ځوان وژنې ته غبرګونونه ښوول شوي دي.