د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو په دوحه کې لیدلي
د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د یادې ډلې غړو په دوحه کې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره لیدلي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وردګ نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۹مه) ویلي، چې لیدنه پرون په دوحه کې شوې.
وردګ وایي دواړو خواوو د سولې بهېر پر چټکولو او د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې کړې.
د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو لیدنه په داسې وخت کې شوې، چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی.