نادر-نادری-400x250

د طالبانو او دولت د پلاوو تر منځ عمومي ناسته شوې

neshananews

15 October 2020

د افغان دولت مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو تر منځ عمومي ناسته شوې.

ښاغلي نادر ویلي، چې ناسته تېر ماښام شوې، چې پر اختلافي مسایلو او د خبرو پر څرنګوالي پکې بحث شوی. د هغه په وینا دواړه غاړې هڅه کوې، چې د خبرو پر څرنګوالي کې شته اختلافونه حل کړي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو شلو ورځو کې دا لومړۍ ناسته ده، چې د دواړو خواوو تر منځ تر سره کېږي. دواړه غاړې وایي، چې له دې ورسته به هڅه کوي، چې خبرې په چټکتیا مخ ته لاړې شي.